د غزې روغتیایي مسوولین وایي، دغه تړانګه کې د اسراییلو په دوو جلا بریدونو کې نن (پنجشنبه) ۱۳ تنه وژل شوي دي.
دغه کسان غزه کې پر دوو استوګنیزو کورونو او مرکزي پنډغالي کې د اسرییلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
غزه کې یوه بې ځایه شوي ویلي: « هر څومره چې، خبرې اوږدېږي، په هماغه کچه غزه کې وژنې او ویجاړۍ زیاتېږي.»
په ورته مهال رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
راپور کې راغلي که څه هم دغو خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی، خو پر ځینو مسایلو لا هم مخالفتونه شته دي.
فلسطینیان بیا وایي، اسراییلي ځواکونه د بفر زونونو جوړولو په موخه دوی له خپلو استوګنیزو سیمو وباسي.
په دې اړه مو اندونه