Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسراییل د غزې په شمال کې د یوه روغتون د تخلیې امر کړی

رویټرز راپور ورکړی چې، اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې په بیت لاهیه ښار کې د کمال عدوان روغتون د تخلیې امر کړی دی. 

راپور کې راغلي چې، دغه سیمه د روان کال د اکټوبر میاشتې راهیسې د اسراییل د پوځي عملیاتو مرکز و. 

د عدوان روغتون مسوول، حسام ابو صفیه و ویل: « ځواکونو کارکوونکو ته امر کړی چې روغتون تخلیه کړي او ناروغان او ټپیان بل روغتون ته و لېږدوي. دا ماموریت امکان نه لري، ځکه کارکوونکي د امبولانس په څېر د ناروغانو د ځای پر ځای کولو د اړتیا وړ امکانات نه لري.»

له دې سره هم مهاله د غزې روغتیایي چارواکو راپور ورکړی چې، اسراییلي ځواکونو د دغې تړانګې په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژلي دي. 

اته تنه دغه کسان غزه کې په یوه ښوونځي برید کې چې بې ځایه شویو پکې پناه اخیستې وه، وژل شوي دي. 

خو اسراییلي ځواکونو ادعا کړې چې دغه برید کې یې حماس په نښه کړي دي. 

اسراییلي ځواکونه له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د غزې په شمال کې د بیت لاهیه او بیت هنون په ښارګوټو او د جبالیه په پنډغالو کې پوځي عملیات کوي. 

فلسطینان وایي، اسراییل دغه سیمو کې توکمیز پاکوالي ته مخه کړې څو له خلکو یې خالي کړي. 

تر دې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي و چې، اسراییل غزه کې د جګړې په لومړیو ۱۲ میاشتو کې د دغه سازمان پر روغتونونو، روغتیایي مرکزونو او مرستندویه بنسټونو ۴۱ بریدونه کړي دي. 

دې سازمان راپور ورکړی و چې، غزه کې له ۳۶ روغتونونو یوازې ۱۷ یې په جزیي توګه فعالیت کوي او دغه تړانګه کې د روغتیایي خدمتونو وضعیت ډېر کړکېچن دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه