Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بنګله دېش له هند غوښتي چې شیخ حسینه بېرته ور واستوي

د بنګله دېش بهرنیو چارو وزارت وايي، هند ته یې رسمي لیک استولی چې شیخ حسینه بېرته ور وسپاري.

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار له قوله راپور ورکړی چې، بنګله دېش هند ته رسمي غوښتنلیک استولی چې تبعید شوې لومړۍ وزیره شیخ حسینه، چې د زده‌کوونکو په مشرۍ لاریونونو کې له ۱۵ کلنۍ واکمنۍ لرې شوې، په اګست کې نوي ډیلي ته تښتېدلي؛ بېرته وسپاري.

محمد توحید حسین په ډاکه کې خبریالانو ته و ویل، هېواد یې د هند د بهرنیو چارو وزارت ته یوه ډیپلوماټيک لیک لېږلی دی.

هغه وویل: «موږ هند ته خپله غوښتنه وړاندې کړې چې شیخ حسینه د محاکمې لپاره بېرته ور وسپاري.» .

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بنګله دېش غوښتنلیک ور رسېدلی، خو سمدلاسه یې نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

د حسینې زوی، د دوشنبې د ورځې د لنډمهاله حکومت له غوښتنې څو ساعته وروسته، په خپله فېسبوک پاڼه کې دغه اقدام وغنده او د قضیو د څېړلو لپاره یې د محاکمې بهیر مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست.

شیخ حسینه وروسته له هغه هند ته وتښتېده چې په جولای او اګست کې د خلکو د پراخو پاڅونونو په ترڅ کې له واکه لرې شوه، چې د راپورونو پر بنسټ پکې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه