ولسمشر، فرانک والټر شټاینمایر د جمعې په ورځ د جرمني د پارلمان ولسي جرګه منحل کړه، څو د فبرورۍ ۲۳ د بېړنیو ټاکنو لپاره لار هواره کړي، دا کار د لومړي وزیر، اولف شولس د درې اړخیز ایتلاف له ړنګېدو وروسته ترسره شو.
شټانمایر برلېن کې د خبرو پر مهال و ویل:"په ځانګړې توګه په ننګونو ډک وختونو کې، لکه اوس، داسې یوه حکومت ته د ټيکاو اړتیا ده چې د عمل وړتیا ولري او په پارلمان کې د باور وړ اکثریت ولري،".
هغه زیاته کړه چې، له وخته مخکې ټاکنې د جرمني لپاره مناسبه لار ده.
هغه په خپلې وینا کې زیاته کړه چې له ټاکنو وروسته باید د ستونزو حل د سیاست اصلي کاري اجنډا شي.
شولس، چې د سوسیال ډیموکرات ګوند غړی دی او تر نوي حکومت جوړېدو پورې به د سرپرست حکومت مشري وکړي، د دغې میاشتې په پیل کې په پارلمان کې د باور رایه وبایلله.
په دې اړه مو اندونه