۲۰۲۴ زېږدیز کال د نړۍ لپاره له ترینګلتیاوو ډک کال و.
د بشارالاسد د ۲۴ کلنې واکمنۍ رانسکورېدل، په امریکا کې د ډانلد ټرمپ بریا، د ایران له لوري پر اسراییل توغندیز برید او د اسرائیل له لوري پر ایران برید، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړو دوام، پر غزې د اسرائیلو بریدونه، په تهران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل، پر لبنان د اسرائیلو په بریدونو کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژل کېدل او د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړینه د دې کال له مهمو پېښو ګڼل کیږي.
د ۲۰۲۴ زېږدیز کال یوه له مهمو سیاسي پېښو د بشارالاسد د حکومت راپرځېدل او د ډسمبر میاشتې پر اتمه او په ۱۲ ورځو کې د بشارالاسد د مخالفینو له لوري د هغه حکومت ړنګېدل وو.
د هیت تحریر شام په مشرۍ د اسد د مخالفانو بریدونه د نومبر پر ۲۷مه د چهارشنبې پر سهار پیل شول او د ډسمبر په ۸مه د یکشنبې پر سهار دمشق د ولسمشرۍ ماڼۍ په نیولو سره پای ته ورسېدل.
د بشار اسد د مخالفینو هغه اعلامیه چې هغه مهال خپره شوه، دمشق ونیوه، داسې وه:"د کلونو اوږدې بېعدالتیو، ظلم او ستم وروسته، او د دې ګران هېواد د زامنو او لوڼو د قربانیو په پایله کې، نن د سوریې خلکو او ټولې نړۍ ته اعلان کوو چې د بشار اسد رژیم نسکور شوی او هغه له دې هېواد څخه تښتېدلی دی."
په دې زېږیز کال کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو پام ځان ته اړولی و، چیرې چې ډونالډ ټرمپ د نومبر پر ۶مه خپلې ډیموکراټې سیالې کاملا هېرس ته ماتې ورکړه او بېرته سپینې ماڼۍ ته راستون شو.
د امریکا منتخب ولسمشر، ډانلډ ټرمپ و ویل: "زه غواړم د امریکا له خلکو مننه وکړم چې ماته یې د ۴۷م ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو ویاړ راکړ. زه به ستاسو، ستاسو راتلونکي او ستاسو کورنۍ لپاره مبارزه وکړم او تر هغه چې ژوندی یم، ارام به پاتې نه شم."
په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د ایران، روسیې، برېټانیا او هند په څېر نورو هېوادونو هم د سراسري ټاکنو شاهدان وو.
د حماس د سیاسي دفتر مشر او یو له پخوانیو مشرانو اسماعیل هنیه، د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د جولای پر ۳۱مه په تهران کې له خپل شخصي ساتونکي سره یوځای ووژل شو.
ایران د دې برید پړه پر اسرائیلو واچوله او وروسته له دې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د دغه ترور په غبرګون کې پر اسرائیلو د مستقیم برید امر ورکړ.
له دې سره هممهاله، د اسراییل او حزب الله ترمنځ د نظامي شخړو د زیاتېدو په لړ کې، اسرائیلو د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د سپټمبر پر ۲۷مه په بیروت کې د حزبالله د قوماندې مرکز بمبار کړ.
د دغه برید په پایله کې د حزب الله پخوانی مشر حسن نصرالله له خپلو نورو لوړپوړو قوماندانانو سره یوځای ووژل شو. دغه راز په دغه برید کې د ایران د سپاه پاسداران یو جګپوړی قوماندان عباس نیلفروشان هم ووژل شو.
دا پېښه د دې لامل شوه چې ایراني چارواکي څو ځله ادعا وکړي چې د اسراییلو برید به بې ځوابه پاتې نه شي.
بالاخره ایران له اسراییلو سره په خپلې پوځي مقابله کې د اکټوبر پر لومړۍ پر اسرائیلو شاوخوا۲۰۰ توغندي وتوغول.
په دې برید ته د ځواب په توګه، ایران د اکتوبر په ۲۶مه نېټه اسرائیل ته درې څپې د هوايي بریدونو ترسره کړل چې په پایله کې یې په دغه هېواد کې څو نظامي مرکزونو ته پام وړ زیانونه واوښتل.
په پاکستان کې هم د عمران خان د ملاتړو لاریونونه چې له یو کال زیات وخت کیږي د راول بنډۍ په زندان کې دی، د یکشنبې په ورځ د (۲۴ نومبر) پیل شول او د سې شنبې په ورځ پر تاوتریخوالي واوښتل. د دې پېښې په پایله کې د ۴ امنیتي افسرانو او ۲ ملکیانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او د پاکستان پولیسو سلګونه اعتراض کوونکي ونیول.
اعتراض کوونکو په دغه لاریون کې له زندانه د عمران خان د خوشي کېدو غوښتنه کوله.
د لیندۍ په ۴مه، یوه لاریون کوونکي، ایوب عباسي و ویل: "هغوی باید پرېکړه وکړي چې هغه څوک چې د خلکو نوي سلنه تعقیبوي، حق لري چې هېواد اداره کړي."
د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې هم ویلي چې پاکستان په دغه زېږدیز کال کې د تاوتریخوالو او سختو بریدونو شاهد و.
د رسمي شمېرنو له مخې، یوازې په یو کال کې په خیبر پښتونخوا کې ۶۳۶ ځله بریدونه شوي، چې په دغو بریدونو کې ۲۷۵ کسان وژل شوي او ۴۶۰ نور ټپیان شوي دي.
په یوه مرګوني چاودنه کې چې د نومبر پر ۹مه د بلوچستان ایالت په کوټه کې د یوې ریل پټلۍ په تمځای کې په یوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول. دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې ريلګاډي پېښور ته د روانېدو په حال کې و.
د کویټې یو پولیس، حمزه شفقت وايي: "زموږ ټولې ډلې د ټپي کسانو درملنې ته ورسېدې او هڅه کوي چې تر ممکنه حده ډېر کسان وژغوري."
په دې زېږیز کال کې منځنۍ ختیځ د یوه نوي کړکېچ پر ډګر بدل شو.
د اسراییل او حماس ترمنځ جګړو چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر پر۷مه پیل شوې وې، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له لا پسې زور واخیت چې د وروستیو څو لسیزو تر ټولو بد تاوتریخوالی بلل کیږي.
دغو جګړو په یمن کې له حوثيانو او په لبنان کې له حزب الله سره همهمهاله دوام وموند او بالاخره دغه کار د لبنان سویل ته د اسراییلو د ننوتلو او د لبنان پر ځينو برخو د بریدونو لامل شو او په پاکی کې حزب الله او اسراییلو پر اوربند سره سلا شول.
د امریکا ولسمشر، جو بایډن ویلي و: "زه خوښ یم چې اعلان کوم حکومتونو د اسراییل او حزبالله ترمنځ د شخړې پایته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی."
د رسمي شمېرو لمخې، د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیلېدو راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ زرو پنځه سوه کسانو ته رسېدلی دی.
په دغو ۱۴ میاشنیو جګړو کې سلګونه زره فلسطینیان بې ځایه شول او په غزې تړانګه کې روغتیايي سیستم په بشپړه توګه لمنځه ولاړ.
د اسراييل د بریدونو په پایله کې په غزه کې د فلسطینیانو د قربانیانو شمېر ۴۵ زره او ۵۰۰ تنه
د ټپیانو شمېر ۱۰۸ زره او ۳۳۸ تنه
د فلسطیني بې ځایه شویو شمېر ۲.۳ میلیونه
په غزه کې د جګړې له امله ۷۰ سلنه بیخ بناوې زیانمنې شوي
روغتیايي سیسټم ۹۰ سلنه له منځه تللی دی
په لبنان کې هم، د اسراییلو او حزب الله په وروستي پړاو جګړه کې د اسراییلو په بریدونو کې د وژلو شویو کسانو شمېر د ۲۰۲۳زېږدیز کال په اکټوبر میاشت کې پېل شوې وې، د اوربند له ټنګېدو مخکې ۳۹۶۱ ته ورسېد او په دغو نښتو کې د ټپیانو شمېر شپاړس زرو ۵۲۰ تنو ته ورسېد.
د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي د ۲۰۲۴ کال د مې په ۱۹مه د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې مړ شو.
دغه پیښه د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د ټاکنو د ترسره کېدو او د ایران د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د مسعود پزشکیان د بریا لامل شوه.
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوې وې، په ۲۰۲۴ کال کې هم په ډېر شدت سره دوام وکړ او څه موده وړاندې د دغې جګړې زر ورځې پوره شې.
تر دې مخکې د اوکراین شاوخوا اوه سلنه خاوره د روسیې په ولکه کې وه او د دواړو لورو تر منځ له زرو ورځو جګړو وروسته د اوکراین شاوخوا ۲۷ سلنه خاوره د روسیې په ولکه کې ده او روسي ځواکونه د اوکراین د هغو څلورو سیمو د نیولو لپاره جګړه کوي چې مسکو ادعا کوي له روسیې د خاورې برخه شوې ده.
له بلې خوا د روسیې په لوېدیځ کې د کرسک سیمې یوه برخه د اګست په ۶مه په ناڅاپي توګه د اوکرایني ځواکونو له خوا ونیول شوه او د روسیې په خاوره کې د هغو سیمو په ګډون ګڼ هدفونه د اوکرایین د بې پېلوټه الوتکو له لوري په نښه شول چې له پولې څه باندې زر کیلومتره لیرې دي.
په وروستي بدلون کې، د نومبر پر ۲۷مه، متحده ایالتونو اجازه ورکړه چې اوکرایین ته اجازه ورکړه چې د روسیې په خاوره کې د اهدافو د په نښه کولو لپاره له امریکایي لېرې واټن ویښتونکو توغندیو کار واخلي.
او روسي چارواکو یې بیا په غبرګون کې د اټومي جګړې ګواښونه زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې،
د روسیې د پراخ پوځي یرغل له امله درېیمه برخه اوکرایني وګړو چې څه باندې شپږ میلیونه دي، اوکراین پرېښی دی. له دې ډلې شاوخوا پنځه میلیونه کسانو په اروپایي هېوادونو کې او ۵۰۰ زره نورو په نورو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.
جرمني، پولنډ او چک جمهوریت د اوکراین د جګړې تر ټولو زیات کډوال منلي دي.
د روان زېږدیزکال په جولای میاشت کې یوه بله مهمه پېښه هغو کورینو ته په دولتي ادارو کې د ۶۵ سلنه دولتي دندو د ونډې ورکولو پر وړاندې د بنګله دېش محصلانو اعتراضونه وو چې د استقلال په جګړه کې یې ګډون کړی و. د رویټرز د وروستیو شمېرو له مخې، دغه اعتراضونه د ۱۵۰۰ کسانو د وژل کېدول لامل شول او پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه هند ته تښتیدو ته اړ شوه.
د ۲۰۲۴ میلادي کال د اکټوبر په اتمه «میلتن» توپان یوازې تر هغې دوه اوونۍ وروسته چې «هلن» توپان د امریکا په فلوریډا ایالت کې ویجاړۍ رامنځته کړی، دغه ایالت ته ورسید. دغه توپان د امریکا په تاریخ کې د پنځمې درجې دویم توپان و چې له امله یې لږ تر لږه ۶ کسان مړه شول ګڼ د استوګنې کورونه وران شول او پر میلیونونو کسانو برېښنا پرې شوه.
په هسپانیا کې سیلاب یوه بله ناوړه پیښه وه چې د څه باندې ۲۲۰کسانو ژوند یې واخیست.
د ۲۰۲۴ کال په اپریل میاشت کې سختو بارانونو د فارس خلیج هیوادونه سخت اغیزمن کړل او په ټوله سیمه کې د سیلابونو د راوتلو لامل شول، په ځانګړې توګه عمان او متحده عربي امارات د دغو سیلابونو له ډېرو اغېزو سره مخ شول.
۲۰۲۴ کال له بېلابېلو ترینګلتیاو سره بالاخره د یکشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۹ په سویلي کوریا کې د الوتکې د غورځېدو په پېښې سره چې ۱۷۹ کسان پکې مړه شول او د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر په مړینې سره پای ته ورسېد.
په دې اړه مو اندونه