د جرمني بهرنیو چارو وزیره الینا بیربوک له خپل فرانسوي سیال، جین نویل بروټ سره د اروپایې ټولنې په استازولۍ د سوریې د نوي حکومت له مشر احمد شرع سره د کتنې په موخه سوریې ته تللي دي.
د رویټرز د راپور لمخې، د جرمني بهرنیو چارو وزیرې ویلي، دغه یو ورځنی سفر سوریې ته پیغام ورکوي چې، د اروپا او سوریې ترمنځ نوی سیاسي مشارکت شونی دی.
دغه دوه اروپایي چارواکي چې، جلا جلا دمشق ته رسېدلي دي، د سوریې د مدني ټولنې له استازو سره له کتنې سربېره، د صیدنایا له مشهور زندانه هم لیدنه وکړي.
الینا بیربوک ویلي: « زما نننی سفر سوریې ته یو واضح پیغام دی: د سوریې او اروپا او د سوریې او جرمني ترمنځ یوه نوی سیاسي پیل شونې دی.»
په ورته مهال فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې، جین نویل بروټ لبنان کې د دغه هېواد د پارلمان د مشر نبیه بري په ګډون له لوړپوړو لبناني چارواکو سره تر کتنې وروسته دمشق ته رسېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه