رویټرز راپور ورکړی چې، د جو بایډن حکومت کانګرس ته پر اسراییل د ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلور وړاندیز کړی دی.
دغو تجهیزاتو کې د جېټ الوتکو او بریدګرو هلیکوپټرو لپاره مهمات، د توپونو مرمۍ او کوچني بمونه شامل دي.
دغه قرارداد د وروستي کېدو لپاره د استازو او سنا جرګې تصویب ته اړتیا لري.
پر اسراییل د وسلو پر پېر بندیز په اړه د لاریونونو سربېره دغه برخه کې د امریکا په سیاست کې بدلون نه دی راغلی.
تر دې وړاندې د تېر کال په اګسټ کې هم امریکا پر اسراییل د ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پلورلي وو.
د بایډن حکومت ویلي چې، اسراییل به له دغو تجهیزاتو سره خپله دفاع پیاوړې کړي.
امریکا د اسراییل د ستر متحد او د وسلو تمویل کوونکي په توګه غزه کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډېری پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي.
غزه کې روانې جګړې د دغې تړانګې ټول ۲.۳ میلیونه وګړي بې ځایه کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو لمخې، دغه جګړه کې څه باندې ۴۵ زره تنه وژل شوي او ځینې جسدونه لا تر ویجاړیو لاندې پاتې دي.
په دې اړه مو اندونه