Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوریې بهرنیو چارو وزیر دوحې ته رسېدلی دی

د سوریې د نوي حکومت بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره د کتنې په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ دوحې ته تللی دی. 

د سوریې دولتي خبري اژانس دوحې ته د سوریایي پلاوي رسېدل تایید کړي دي. 

دغه پلاوي کې د سوریې دفاع وزیر مرهف ابو قصره او د اطلاعاتو وزیر انس خطاب هم شامل دي. 

د رویټرز د راپور لمخې، دغه پلاوی به د قطر د لومړي وزیر سربېره په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیر محمد الخلیفي او ځینو نورو قطري چارواکو سره هم وګوري. 

سوریه کې د بشارالاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته تېره یوه میاشت کې دا د الشیباني دویم بهرنی سفر دی. 

هغه به روانه اونۍ متحده عربي اماراتو او اردن ته هم سفر وکړي. 

اسعد حسن الشیباني پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د دغه سفر موخه یې "د ثبات او امنیت ملاتړ، اقتصادي پراختیا او سیاسي مشارکت رامنځته کول دي."

د سوریې بهرنیو چارو وزیر تېره چهارشنبې په خپل لومړني سفر کې سعودي عربستان ته تللی و او له عربستاني چارواکو سره یې د سوریې د سیاسي لېږد له بهیره د ملاتړ په اړه خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه