Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۶ زرو لوړ شو

د غزې روغتیا وزارت تېره ورځ (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تړانګه کې د جګړې له پیله تر دې دمه د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۶ زره او شپږو کسانو ته پورته شوی دی. 

دغه موده کې څه باندې ۱۰۹ زره نور ټپيان شوي دي. 

د رویټرز د راپور لمخې، اسراییلي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې غزه کې ۷۰ تنه وژلي او ۱۰۴ نور یې ټپیان کړي دي. 

راپور کې راغلي چې، د غزې په شمال کې د جبالیه په سیمه کې پر یوه ښوونځي برید کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون څلور تنه وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان دي.  

رویټرز لیکلي چې، اسراییلي ځواکونو تر بریدونو وروسته د غزې په شمال کې ګڼ استوګنیز کورونه سوځولي دي. 
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق بیا ویلي، د روان زېږیز کاله له پيله تر دې دمه غزه کې ۷۴ ماشومان وژل شوي دي. 

په ورته مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو په خبرو کې "ریښتینی پرمختګ" رامنځته شوی دی.

هغه زیاته کړې چې، د لبنان له نوي ټاکل شوي ولسمشر جوزیف عون سره یې هم خبرې کړې دي او په خبره یي نوموړی " ډېره ښه سړی دی، دوی هم سخت کار کوي."

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه