Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسراييل او حماس د یوه بل د بندیانو خوشې کول پیل کړل

غزه کې د اوربند د پیل له لومړۍ ورځې سره هم مهاله، حماس غورځنګ او اسراييل د یوه بل بندیان خوشې کړل.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه لړۍ کې تر دې دمه حماس غورځنګ درې اسراييل او  اسراييل ۹۰ فلسطینیان خوشې کړې دي.

راپور زیاته کړې چې دغه اوربند د دې لامل شوی چې د سختو هوايي بریدونو له امله بې ځایه شوي فلسطېنیان بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

اخوا د دغه اوربند له اعلان وروسته غزې ته د بشري مرستو لارۍ هم رسېدلي دي.

د حماس غورځنګ د معلوماتو لمخې، له اسراییلي بندخونو خوشې شويو کې ۶۹ ښځې او ۲۱ تنکي ځوانان دي چې د لوېدیځې تړانګې او بیت‌المقدس اوسېدونکي دي.

اخوا د اسراييل پلازمېنه، تل ابیب کې، سلګونه کسان د اسراييل د دفاع وزارت د مرکزي دفتر مخ ته راټول شوي او خوښي کوي چې بندیان یې خوشې کیږي.

د غزې طبي چارواکو په وینا، د اسراییل د بریدونو له امله تر اوسه له ۴۷ زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس نږدې ټول بې‌کوره شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه