Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مکسیکو د ناقانونه کډوالو د ستنولو لپاره د امریکا غوښتنه رد کړه

مکسیکو د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چې لمخې یې امریکا دغه هېواد ته ناقانونه کډوال استول. 

رویټرز راپور ورکړی چې امریکا تېره ورځ (جمعه) شاوخوا ۱۶۰ کډوال په دوو الوتکو کې ګواتیمالا ته واستول خو مکسیکو دغه هېواد کې د درېیمې الوتکې د ناستې اجازه نه ده ورکړې. 
 
دغه موضوع امریکایي او مکسیکویي چارواکو تایید کړې ده.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ (جمعه) ناوخته ویلي چې، د کډوالو د موضوع په ګډون په بېلابېلو برخو کې د امریکا له حکومت سره ښه شراکت لري خو په خبره یې، "د کډوالو د ستنولو په برخه کې د مکسیکو اوسېدونکو د ستنولو لپاره زموږ غاړه پرانیستې ده."

دغه وزارت د امریکا د غوښتنې ردولو په تړاو څه نه دي ویلي. 

د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو هم تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. 

د سپینې ماڼۍ ویاندې تېره ورځ ویلي و چې، د ډانلډ ټرمپ حکومت پر بېلابېلو جرمونو د تورنو کسانو په ګډون ۵۳۸ ناقانونه کډوال نیولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه