حماس به روانه اونۍ خپلو کورونو ته د بې ځایه شویو د ستنېدو په بدل کې درې اسراييل خوشې کړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغو خوشې کېدوونکو کې د اربېل یهود په نوم یوه ښځينه هم ده چې خوشې کېدو یې د ګڼو رسنیو پام اړولی دی.
رویټرز د قطري چارواکو له قوله ویلي چې د اربېل یهود او دوو نورو بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې به اسراييل د شمالي غزې بې ځایه شویو اوسېدونکو ته اجازه ورکړي چې بېرته خپلو سیمو او کورونو ته ستانه شي.
د راپورونو پر بنسټ د اسراييل لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو هم د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د دوی په غوښتنه اربېل یهود او دوو نور نظامي کسان د حماس له لوري خوشې کیږي.
د اسراييل په وینا اربېل یوازنۍ ملکي ښځینه ده چې له حماس سره په بند کې ده خو ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی چې اربېل یهود نظامي زده کړې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه