Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسې ځواکونه د اوکراین  پوکروسک ښار نیسي

رویټرز راپور ورکړی چې، روسي ځواکونه ورو ورو د اوکراین لویدیځ پوکروسک ښار محاصره کوي. 

پوکروسک د اوکراین یوه له مهم اکمالاتي ښارونو دی او اوکرایني ځواکونو د روسیې له لوري د دغه ښار د نیولو مخنيوي لپاره جګړې ته دوام ورکوي. 

رویټرز لیکلي چې، که روسیه دغه ښار ونیسي نو د اوکراین پر بېلابېلو سیمو به بریدونو وړتیا ومومي او پر کییف فشار هم زیاتولی شي. 

د پوکروسک له ۶۰ زره اوسېدونکو دا مهال یوازې ۷ زره یې دغه ښار کې ژوند کوي او د دغه ښار د پوست اداره هم تړل شوې او لیکونه په پوځي موټرو کې استول کیږي. 

د اوکرایني سرتېرو په خبره، د روسې ځواکونو شمېر زیات دی او پرله پسې ځمکني بریدونه کوي.

یوه اوکرایني سرتېري ویلي: « روسي ځواکونو په پرله پسې توګه شپه او روځ بریدونه کوي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې سې شنبې پر ورځ ویلي و چې، اوکراین کولای شي روسیې سره له قانوني لارې د جګړې پایته رسولو خبرې پیل کړي خو په خبره یې، کییف خبرو ته لېوالتیا نه لري. 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي بیا د پوتین دغه خبرې رد کړي او روسیه یې جګړې ته پر لمن وهلو تورنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه