Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زلنسکي: اوکراین له امریکا سره معاملې ته چمتو دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له رویټرز سره په یوه مرکه کې د دغه هېواد د منرالونو یوې نقشې ته په اشارې اوکراین کې د امریکا پانګونې ته هیله څرګنده کړې ده. 

د امریکا ولسمشر چې له روسیې سره د اوکراین د روانې جګړې د پایته رسولو په هڅه کې دی، له اوکراین غواړي چې د مالي ملاتړ په بدل کې امریکا ته نایابه منرالونه ورکړي. 

زلنسکي د اوکراین پر امنیتي تضمین په ټینګار سره ویلي: « که د معاملې په اړه خبرې کوو، نو راځئ چې معامله وکړو. موږ چمتو یو.»

اوکراین لومړی ځل تیر کال روسیې سره په خبرو کې د خپل دریځ پیاوړتیا په موخه د کییف متحدینو لپاره د خپلو منرالي سرچینو د پرانیستو وړاندیز وکړ.

هغه ویلي، دا مهال یوازې شل سلنې د اوکراین د منرالونو سرچینې روسيې نیولي او خبرداری یې ورکړی چې ښایي روسیه دغه منرالونه د ایران او شمالي کوریا په ګډون خپلو متحدینو ته وسپاري. 

ولایمیر زلنسکي زیاته کړه: « موږ باید د پوتین مخه ونیسو او خپله شتمني - د مرکزي اوکراین ډنیپرو بډایه سیمه وساتو.»

د اوکراین ولسمشر دغه راز زیاته کړې چې غواړي د امریکا ښه متحد و اوسي خو په خبره یې، خپلې سرچینې به پرېنږدي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه