د ملګرو ملتونو په وینا، ډرون یا بې پیلوټه الوتکې په اوکراین کې د جګړې پر مهال، د ملکي وګړو د مرګ تر ټولو عام لامل ګرځیدلې دي.
د ملګرو ملتونو د څارنې ماموریت نن (سېشنبه) ویلي د جنورۍ په میاشت کې د اوکراین په جګړه کې د ملکيانو د مرګ تر ټولو عام لامل لنډ واټن نښه کوونکي ډرونونه و.
رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړی چې د روسیې او اوکراین د جګړې په درېیو کلونو کې د ډرونونو کارونه تر بلې هرې جګړې زیاته وه.
ملګرو ملتونو ویلي، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې لږ تر لږه ۱۳۹ ملکي کسان وژل شوي او ۷۳۸ ټپیان دي، چې ۲۷ سلنې وژنې او ۳۰ سلنې کسان چې ټپیان شوي لامل یې لنډ واټن نښه کوونکي ډرون الوتکې وې.
په ټوله کې، ملګرو ملتونو ویلي، په دغه جګړه کې نږدې ۱۲,۵۰۰ ملکي کسان وژل شوي چې پکې ۶۵۰ ماشومان هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو د څارنې ماموریت مشر، ډانیل بېل د یوې خبري اعلامیې په ترڅ کې ویلي"زموږ شمېرې د لنډ واټن نښه کوونکو ډرونونو د کارونې یوه روښانه او اندېښمنوونکې نمونه ښيي چې د ملکيانو لپاره جدي ګواښ دی" .
روسیه بیا دغه ادعاوې ردوي او زیاتوي چې په ټوله درې کلنه جګړه کې یې په قصدي ډول ملکیان نه دي په نښه کړي.
په دې اړه مو اندونه