Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زیلنسکي به مونیخ کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال سره وګوري

رویټرز راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي به نن (جمعه) د مونیخ تر امنیتي غونډې وړاندې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جې ډي ونس سره وګوري. 

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په یوه ناڅاپې ټیلیفوني اړیکه کې د کییف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل اعلان کړی و.

د راپور لمخې، زیلنسکي به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم وګوري. 

د مونیخ امنیتي غونډه هر کال دغه ښار کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د مشرانو، پوځیانو او ډیپلوماټانو په حضور ترسره کیږي. 

د ټرمپ او پوتین ترمنځ دغې ټیلیفوني اړیکې اروپایي هېوادونه اندېښمن کړي، دوی وېره لري چې د سولې له احتمالي خبرو به ګوښه پاتې شي او کیدایشي دغه هوکړه د روسیې په ګټه پایته ورسیږي چې د اروپا امنیت به کمزوری کړي. 

ټرمپ د تېرې چهارشنبې پر ورځ ویلي، چې له پوتین سره یې "ډېرې رغنده" خبرې کړي او پرېکړه یې کړې، چې ژر تر ژره به د سولې خبرې پیل کړي. نوموړي دغه راز زیلنسکي ته هم په دې اړه مالومات ورکړي دي. 

د اوکراین ولسمشر د "جګړې پایته رسولو لپاره د پوتین پر ادعاو د باور" په تړاو خبرداری ورکړی دی.

ښایي زیلنسکي له جې ډي ونس سره کتنه کې له اوکراین د امریکا پر ملاتړ تمرکز وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه