Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزې اوربند دویم پړاو په اړه خبرې اترې به روانه اونۍ پیل شي

رویټرز خبري اژانس د اسراييلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د غزې اوربند دویم پړاو خبرې اترې به په غیرمستقیم ډول روانه اونۍ پیل شي.

د راپورونو پر بنسټ به حماس غورځنګ په دې لړ کې نور اسراييلي بندیان هم خوشې کړي.

حماس غورځنګ بیا وړاندیز کړی چې د غزې اوربند په دویم پړاو کې دې ټول اسراییلي او فلسطیني بندیان په یوه وخت تبادله شي.

قطري رسنیو راپور ورکړی چې له دغه اقدامه موخه، د یو دوامداره اوربند پلي کېدل دي.

اخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد بن محمد الانصاري د حماس او اسراييل ترمنځ په خبرو اترو کې د منځګړیتوب پر دوام د ټينګار ترڅنګ د دغه خبرو د ملاتړ یادونه وکړه.

هغه په یوه خبري غونډه کې و ویل، په وروستیو ورځو کې څو پلاوو دوحې ته سفر کړی او په دې تړاو پراخې خبرې اترې شوې دي.

ښاغلي الانصاري زیاته کړه چې دا مذاکرات لا تر اوسه په رسمي بڼه نه دي پیل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه