حماس غورځنګ نن (پنجشنبه، د کب ۳مه) د هغو اسراييلي بندیانو جسدونه ور سپاري چې د اسراييل په هوايي برید کې وژل شوي دي.
دغه تبادله د اسراييل او حماس ترمنځ د غزې اوربند د هوکړې لمخې کیږي چې له تېرو څو اونیو راهیسې دوام لري.
حماس غورځنګ دغه جسدونه چې د دوو ماشومانو او یوې مور دي، داسې مهال اسراييل ته ور سپاري چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې یې نیولي و خو د اسراييل په هوايي بریدونو کې و وژل شول.
خو اسراييل تر اوسه دا نه ده منلې چې د یوې کورنۍ دغه درې غړي د دوی په هوايي برید کې وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د اسراييل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو له قوله ویلي چې نن به د اسراييل لپاره سخته او له ویر ډکه ورځ وي چې د یوې کورنۍ درې جسدونه ور سپارل کیږي.
اخوا حماس غورځنګ وړاندیز کړی دی چې د غزې اوربند دویم پړاو کې به غوره وي چې د دواړو لورو ټول بندیان په یو ځل ازاد کړای شي.
په دې اړه مو اندونه