Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حماس نن د څه باندې ۶۰۰ فلسطینیانو په بدل کې شپږ اسراییلي بندیان خوشې کوي

رویټرز راپور ورکړی چې حماس به نن (شنبه) له اسراییل سره د اوربند د لومړي پړاو د ۳۳ بندیانو وروستي شپږ هغه خوشې کړي. 

د راپور لمخې، اسراییل به یې په بدل کې په عمري بند د محکومو کسانو په ګډون ۶۰۲ فلسطینیان خوشې کړي. 

دغه بندیان به د غزې په رفح ښار او النصیرات پنډغالي کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته وسپارل شي. 
 
حماس د تېرې پنجشنبې پر ورځ د یوې مور او دوو ماشومانو جسدونه اسراییل ته و سپارل چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې یې نیولي و خو د حماس په خبره، د اسراييل په هوايي بریدونو کې وژل شوي وو.

خو اسراییل تر دې مهال نه ده منلې چې دغه کسان دې د دوی په بریدونو کې وژل شوي وي. 

حماس تر دې وړاندې وړاندیز کړی و چې د بندیانو د تبادلې په دویم پړاو دې ټول بندیان په یو ځل تبادله شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه