Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کېم جونګ اون د عصري جګړې لپاره د پوځ جوړولو په تکل دی

د شمالي کوریا مشر، کېم جونګ اون، د یوه پیاوړي او عصري پوځ د جوړولو غوښتنه وکړه څو د هرې جګړې پر وړاندې و دریږي.

رویټرز خبري اژانس وايي، دا څرګندونې هغه له یوې نظامي اکاډمۍ د لیدنې پر مهال کړې دي.

کانګ کن نظامي اکاډمۍ ته د کېم سفر وروسته له هغه کیږي چې شمالي کوریا زرګونه سرتېري روسیې ته استولي، څو د اوکراین پر ضد جګړه کې مرسته وکړي.

د سویلي کوریا استخباراتي ادارې ویلي، شاید د شمالي کوریا د رهبر، کېم جونګ دغه لیدنې او چمتو والی روسیې ته د نورو سرتېرو د استولو لپاره هم وي.  

د شمالي کوریا د دولتي تلویزیون د راپور لمخې، کېم ویلي: "اوسنی نړۍوال وضعیت، چېرې چې د امپریالیستانو یرغلیز او جنګي طبیعت تر ټولو روښانه بڼه خپله کړې او جګړه او وینې تویدل عادي شوي، له وسله‌والو ځواکونو غواړو چې په بشپړ ډول د جګړې لپاره چمتو شي."  

د سویلي کوریا چارواکو خبرداری ورکړی چې شمالي کوریا کولی شي روسیې ته د وسلو او سرتېرو د استولو له لارې د معاصرې جګړې له تجربو ګټه واخلي.  

اخوا اوکراین ویلي، د شمالي کوریا سرتېري په روسیه کې له درنو تلفاتو سره مخ دي او د روان کال د جنورۍ تر پیل پورې له ۳۰۰۰ زیات سرتېري وژل شوي یا ټپیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه