حماس غورځنګ ویلي، چمتو دي چې د اوربند د دویم پړاو په اړه خبرې پیل کړي، وروسته له هغه چې څو سوه فلسطینیان د اسراییلي بندخونو خوشې شول او په بدل کې یې د څلورو اسراییلي بندیانو جسدونه وسپارل شول.
دا د جنورۍ په ۱۹مه د پلي شوي شپږ-اونیز اوربند د لومړي پړاو وروستۍ تبادله وه، چې د غزې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته رامنځته شوی و.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د دویم پړاو مذاکرات لا نه دي پیل شوي، چې موخه یې په پای کې تلپاتې اوربند ته رسېدل دي.
حماس د پنجشنبې پر ورځ و ویل، په غزه کې پاتې اسراييلي بندیان هغه مهال ازادېدای شي چې د اوربند تړون ته ژمنتیا وښودل شي.
"حماس په یوه اعلامیه کې ویلي: موږ د اوربند تړون ته خپل بشپړ ژمنتیا تازه کوو او د دې تړون د دویم پړاو د مذاکراتو د پیل لپاره خپل چمتووالی اعلانوو." .
د اسراییل د انرژۍ وزیر، الی کوهن، ویلي چې پاتې ۵۹ برمته شوي کسان بېرته راوستل د دوی لپاره لومړیتوب لري.
په دې اړه مو اندونه