د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پر سر د ترینګلتیاوو له زیاتوالي سره، اسراییل نن د بشري مرستو وړونکو موټرو ته د غزې سیمې ته د ننوتلو اجازه نهده ورکړې.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې حماس له مصري او قطري منځګړو د ښکېلتیا غوښتنه کړې ده.
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی، چې تلاویو د روژې په مبارکه میاشتې کې د لنډمهاله اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر استازي وړاندیز، منلی دی. کهچېرې هوکړه وشي، دا اوربند به د روژې میاشتې تر پایه او د یهودانو د پسح تر رخصتیو (۲۰ اپرېل) پورې جګړه وځنډوي.
یاد اوربند به پر دې شرط وي، چې حماس به په لومړۍ ورځ د ژونديو او وژل شویو برمته شویو کسان نیمايي خوشې کوي، او پاتې به یې هغه وخت خوشې کوي چې دواړه خواوې دایمي اوربند ته ورسېږي.
حماس نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د دې هوکړې د ټولو درېیو پړاوونو پوره عملي کولو ته ژمن دي؛ خو د اوربند د لومړي پړاو د شپږو اوونیو غځول یې رد کړي او د دویم پړاو د مذاکراتو د سمدستي پیل غوښتنه یې کړې ده.
په دې اړه مو اندونه