Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عرب مشرانو له لوري د مصر د غزې طرحې ملاتړ او د ټرمپ د وړاندیز ردول

د عرب هېوادونو مشرانو تېره ورځ (سې‌شنبه) د مصر له هغې طرحې ملاتړ وکړ، چې د غزې د جګړې له پایته رسېدو وروسته عملي کېدونکې ده.

دا طرحه نږدې ۲ میلیون فلسطینیانو ته اجازه ورکوي چې په خپل ټاټوبي کې پاتې شي.

دغه وړاندیز د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د طرحې مخالف دی، چې د غزې د اوسېدونکو د ایستلو او په یوه ساحلي تفریحي ساحې د دغه سیمې د بدلېدو غوښتنه لري.

د قاهرې په غونډه کې د عرب مشرانو لخوا د ۵۳ میلیارده ډالري طرحې تصویب، د ټرمپ د وړاندیز د ردولو مانا درلوده.

حماس غورځنګ د دغې غونډې له پایلو هرکلی وکړ، خو اسراییل دا طرحه رد کړه او د ټرمپ حکومت هم سوړ غبرګون وښود.

د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي د عرب هېوادونو له مشرانو مننه وکړه، چې د غزې د بیا رغونې ملاتړ کوي، او ویې ویل: «دا طرحه د فلسطیني ولس لپاره دا امکان برابروي چې پرته له بې‌ځایه کېدو، په خپل ټاټوبي کې پاتې شي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، برایان هیوز، د مصر طرحه غیر عملي وبلله او ویې ویل، ډانلډ ټرمپ د «حماس پرته د غزې د بیا رغولو» پر خپل نظر ولاړ دی او هیله لري چې د سیمې د سولې او سوکالۍ لپاره نور بحثونه وشي.

په همدې حال کې، د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي، د اسراییل له خوا د دې طرحې ردول د نه منلو وړ وبلل او د اسراییل دریځ یې «لجوجانه او افراطي» وباله.

هغه خبرداری ورکړ: «تر هغې چې د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ نه شي، نه به اسراییل او نه به هم سیمه سولې ته ورسېږي.»

اسوشیټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې حماس هم د دغې غونډې له پایلو هرکلی کړی او دا یې د فلسطین د ارمان لپاره د عرب او اسلامي هېوادونو د نوي یووالي پړاو بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه