Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یمن کې پر حوثیانو د امریکا بریدونه؛ ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره سمندرګي کې پر امریکایي بېړیو د برید په غبرګون کې د یمن پر حوثیانو هوایي بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۲۴ تنه پکې وژل شوي دي. 

د یمن روغتیا وزارت ویلي، د دغه هېواد په مرکز صنعا کې دغو بریدونو کې ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۹ ټپیان دي او د یمن په شمالي صعده ښار کې بیا د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي. 

پر دې سربېره د یمن په دیهان کې د برښنا یو سټېشن هم لمنځه تللی چې د سیمې خلک یې له برښنا محروم کړي دي. 

رویټرز راپور ورکړی چې دا د ډانلډ ټرمپ له بیا ځلي ولسمشرۍ راهیسې په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو ستر پوځي عملیات دي، چې ښایي څو اوونۍ به دوام وکړي.

ټرمپ حوثیانو ته خبرداری ورکړی چې که پر امریکایي بېړیو خپل بریدونه ونه دروي نو په خبره یې، "تر دې به سخت ځواب ورکړي."

ټرمپ دغه راز پر ایران هم غږ کړی چې که دغه هېواد امریکا ګواښي نو: « امریکا به له تاسو سره بشپړ حساب وکړي او دغه برخه کې به نرم چلن ونه کړي.»

د حوثیانو سیاسي دفتر بیا دغه بریدونه جنګي جنایت بللی او د ځواب ورکول خبرداری یې ورکړی دی. 

دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي : « یمني ځواکونه د دغو بریدونو ځواب ته بشپړ چمتوالی لري." 

د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، حوثیانو له ۲۰۲۳ راهیسې سره سمندر کې د امریکا پر جنګي بېړیو ۱۷۴ او د دغه هېواد پر سوداګریزو بېړیو ۱۴۵ بریدونه کړي دي. 

حوثیانو ویلي، دغه بریدونه د فلسطین له اوسېدونکو سره د خواخوږۍ په موخه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه