Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مصر غزه کې د اوربند د بیا ټینګولو نوې طرحه جوړه کړې ده

د مصر امنیتي سرچینو اعلان کړی چې دغه هېواد د غزې د اوربند د بېرته ټینګښت لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بريدونو کې لږ تر لږه ۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

د رویټرز د راپور لمخې، دغه طرحه تر هغې وروسته وړاندې شوې چې اسراییل د مارچ په ۱۸مه له دوو میاشتو اوربند وروسته، یو ځل بیا غزه کې هوايي او ځمکني پوځي عملیات پيل کړي دي. 

د مصر د طرحې لمخې، حماس باید هره اوونۍ پنځه اسراییلي بندیان خوشې کړي او اسراییل به تر لومړۍ اوونۍ وروسته د اوربند دویم پړاو پلي کړي.

حماس سره دا مهال ۵۹ اسراییلي بندیان دي چې ویل کیږي ۲۴ یې ژوندي دي. 

د سرچینو په خبره، امریکا او حماس پر دې وړاندیز هوکړه کړې خو اسراییل تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دغه طرحه کې په بشپړه توګه له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو لپاره یو مهالوېش هم شته چې د پاتې بندیانو د خوشې کولو په بدل کې به یې د امریکا له لوري ضمانتونه ورکړل شي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، غزه کې د بریدونو د بیاځلي پیل راهیسې د شاوخوا ۴۰۰ ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه