Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کېم جونګ‌اون د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو له ځانمرګو بې‌پیلوټه الوتکو لیدنه وکړه

د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ‌اون د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ لرونکو بې‌پیلوټه ځانمرګو الوتکو د ازموینې پر مهال ویلي، بې‌ پیلوټه کنټرول او د مصنوعي ځیرکتیا وړتیاو ته باید د معاصرو وسلو په پراختیا کې لومړیتوب ورکړل شي.

رویټرز راپور ورکړی چې کېم له هغو پرمختللو کشفي بې‌پیلوټه الوتکو لیدنه کړې چې په وچه او سمندر کې د دښمن مختلفې ټاکټیکي موخې او فعالیتونه پېژندلی شي.

د شمالي کوریا ولسمشر ویلي: «بې‌پیلوټه تجهیزات او مصنوعي ځیرکتیا باید د وسله‌والو ځواکونو د عصري کولو په بهیر کې لومړیتوب ومومي او پراخ شي.»

د شمالي کوریا اټومي ځواک د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول یوه هوایي الوتکه چې له هوا وار د مخه د خبرتيا ترلاسه کولو وړتیا لري، نندارې ته وړاندې کړې ده.

بل‎خوا، د سویلي کوریا پوځ ویلي، د دې الوتکې عملیاتي وړتیا لا روښانه نه ده؛ خو بڼه یې ښيي چې «لویه او درنه ده او ښايي د څار پر وړاندې زیانمنونکې وي.»

د سویلي کوریا د ملي امنیت سلاکار د تېر کال په نومبر میاشت کې ویلي و چې روسیې په اوکراین کې د شمالي کوریا د سرتېرو د استولو په بدل کې، دغه هېواد ته د هوا ضد توغندي او نامالومې دفاعي وسلې ورکړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه