Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میانمار کې د زلزلې له امله د مړو شمېر نږدې ۷۰۰ ته پورته شو

رویټرز راپور ورکړی چې میانمار کې د تېرې ورځې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۷۰۰ ته پورته شوی دی. 

دغه زلزله کې د ټپیانو شمېر هم له ۱۶ سوو لوړ شوی دی. 

راپور کې راغلي چې د ژغورنې د عملیاتو سره هم مهاله دغه هېواد ته نړۍوالې مرستې هم را روانې دي. 

میانمار کې د واکمن پوځي ګوند مشر له ټولو هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده. 

له چین څخه د ژغورنې ډلې میانمار ته رسېدلي، روسیې ویلي، مرستې یې لیږلي او امریکا هم د مرستو ژمنه کړې ده. 

په ورته مهال د امریکا د ځمک پېژندنې مرکز خبرداری ورکړی چې دغه پېښه کې به د مړو شویو کسانو شمېر لس زرو ته پورته شي او د مالي زیانونو ارزښت به د دغه هېواد له نا خالصو کورنیو تولیداتو لوړ وي. 

د ریښتر په کچه دغه ۷.۷ درجې زلزله تېره ورځ (جمعه) رامنځته شوه چې ډېری زیانونه د میانمار په دویم ستر ښار مانډالې کې خلکو ته اوښتي دي. 

د دغې زلزلې له امله د میانمار سربېره، چین او تایلنډ کې هم ګڼې ودانۍ او سړکونه ویجاړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه