Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران د مشر غبرګون: که شرارت وشي، خامخا به پیاوړی غچ واخلو

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د کوچني اختر تر لمانځه وروسته ویلي، که امریکا او اسراییل "شرارت" وکړي، نو خامخا به یې "پیاوړی غبرګون" و ویني.

هغه ټینګار کړی چې ایران پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی او د امریکا او صهیونیستي رژیم دښمني هم پر خپل حال پاتې ده.

ایت‌الله علي خامنه‌یي زیاته کړې چې سیمه کې یوازینۍ نیابتي ځواک " فاسد غاصب صهیونیسټ رژیم" دی.

هغه اسراییل "جنایتکاره ډله" بللې او په خبره یې، باید له فلسطینه و ایستل شي. 

د ایران مذهبي مشر دغه راز ویلي، امریکا او لویدیځ هېوادونه د اسراییل له لوري د ځینو شخصیتونو د ترورونو ملاتړ کوي. 

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تازه له ان بي سي نیوز سره خبرو کې ویلي، که ایران اټومي هوکړې ته غاړه کینږي، نو داسې په بې سارې توګه به بمبارد شي. 

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و چې ایران ته یې لیک استولی، او ایران هم تازه اعلان کړی چې د دغه لیک ځواب یې د عمان له لارې امریکا ته استولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه