Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین، جاپان او سویلي کوریا د امریکا د تعرفو پر وړاندې پر ګډه مبارزه سلا شول

رویټرز راپور ورکړی چې چین، جاپان او سویلي کوریا هوکړه کړې چې د امریکا د سوداګریزو تعرفو پر وړاندې به په ګډه غبرګون وښيي.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې په تېرو پنځو کلونو کې د دې دریو هیوادونو لومړۍ درې اړخیزه اقتصادي ناسته ترسره شوه؛ دا ناسته د سیمې د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه، په داسې حال کې چې دا درې ستر صادراتي ځواکونه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نوو تعرفو سره د مبارزې لپاره چمتوالی نیسي.

په دغه ناسته کې همداراز د عرضې د زنځیرونو په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا او د صادراتو د کنټرول په اړه د خبرو دوام باندې ټینګار وشو.

خو د سویلي کوریا د سوداګرۍ وزارت د چین د دولتي رسنیو راپور ته په غبرګون کې وویل: «د امریکا د تعرفو په وړاندې د ګډ غبرګون ادعا تر یوې کچې مبالغه ده.»

د چین، جاپان او سویلي کوریا د سوداګرۍ وزیرانو دا هم ومنله چې د سوداګرۍ درې اړخیزې هوکړې ترلاسي لپاره دې د خبرو اترو بهیر چټک کړي، څو د سیمې او نړیوالې سوداګرۍ ملاتړ ته زمینه برابره شي.

د سویلي کوریا د سوداګرۍ وزارت همداراز ویلي: «درې واړو هیوادونو د نړېوالې سوداګرۍ د اوسني وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل او لکه څنګه چې په ګډه اعلامیه کې راغلي، د اقتصادي او تجارتي همکاریو د دوام هوکړه وشوه.»

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه اقتصادي ناسته داسې مهال ترسره شوه چې ټاکل شوې ده د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د "ازادۍ ورځ" تر سرلیک لاندې نوې تعرفې اعلان کړي.

سره له دې چې چین، جاپان او سویلي کوریا د امریکا مهم تجارتي شریکان دي، خو د دې هیوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د پولو پر سر د ناندریو په څېر موضوعاتو له امله ترینګلې شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه