حوثیانو ویلي، د یمن پر ځينو سیمو د امریکا په وروستیو بریدونو کې ۶ کسان وژل شوي دي.
تر دې دمه څرګنده نه ده چې په وژل شویو کې ملکیان دي که حوثي سرتېري خو راپورونه وايي چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي.
اسوشیټیډ خبري اژانس راپور ورکړی چې پر یمن د امریکا د بریدونو ویډیو د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له لوري هم خپره شوې وه.
راپور د حوثیانو له قوله ویلي، د یکشنبې پر ورځ صنعا ښار کې په دغو بریدونو کې یو کور نښه شوی چې لږ تر لږه څلور کسان پکې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
راپورونو د امریکا د سرچینو له قوله بیا ویلي، په دغو بریدونو کې موخه د حوثیانو د یوه لوړپوړي غړي په نښه کول وو.
دغه بریدونه وروسته له هغې زیات شوي چې حوثیانو پر امریکايي او اسراييلي بېړیو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه