Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین د ټرمپ د تعرفو پر وړاندې "تر پایه د مبارزې کولو" ژمنه وکړه

چین ژمنه کړې چې د امریکا تعرفو ته به تسلیم نه شي.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، پر چین د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د تعرفو لګولو له پیل سره نړۍواله سوداګریزه جګړه پیل شوې ده.

د راپور پر بنسټ، چین وايي دغه جګړه به تر پایه مخ ته وړي او ورته نه تسلیميږي.

 دغه غبرګون وروسته له هغې ښودل کیږي چې ټرمپ تازه ګواښ کړی چې د نړۍ د دویم لوی اقتصاد؛ چین پر وارداتو به تعرفې نورې هم زیاتې کړي.

چین د سوداګرۍ وزارت ویلي: "د امریکا له لوري د تعرفو د زیاتولو ګواښ یو بل تېروتنه ده، چې یو ځل بیا د امریکا له لوري کیږي. که امریکا خپله دغه لار تعقیب کړي، چین به تر پایه ورسره وجنګيږي."  

اروپایي ټولنې بیا د ټرمپ تعرفو ته د ځواب ورکولو لپاره د خپلو متقابلو تعرفو وړاندیز وکړ.

د امریکا له لوري پر چین، کاناډا او اروپا تعرفې لګولو نړۍوال اقتصادي او سهامي بازار هم ناورین سره مخ کړی او دغه کړکېچونه د اقتصادي جګړې لامل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه