Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زېلېنسکي ادعا کوي چې چینايي وګړي د روسیې په ګټه په اوکراین کې جګړه کوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، اوکرایني ځواکونو دوه چینایي وګړي نیولي چې د روسیې له لوري د جګړې لپاره ختیځ اوکراین ته ورغلي وو، چې دا ممکن به د سولې خبرو ته زیان ورسوي.

پیکینګ د مسکو یو نږدې ډیپلوماټیک متحد دی خو څرګنده نه ده چې په ښکاره بڼه یې د اوکراین پر وړاندې د روسیې له پوځ سره ګډې جګړې ته دوام ورکړی وي.

د اوکراین ولسمشر، پر اېکس د دغو چینايي وګړو ویډیو خپره کړې او دا ادعا یې هم کړې ده چې ښيي په دغه جګړه کې نور چینايي وګړي هم ښکېل وي.

اخوا د چین بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې شمالي کوریا پر دې تورن وو چې ځواکونه یې په ښکاره توګه او لویه کچه د روسیې سره په پوځ کې دي او له اوکراین سره جګړه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه