Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په قاهره کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند خبرې بې پایلې وې

فلسطیني او مصري سرچینو ویلي، د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند مذاکرات چې د مصر په منځګړیتوب په قاهره کې پیل شوي وو، بې پایلې پای ته رسیدلي دي.

حماس مخکې اعلان کړی وو چې د مصر په بلنه، یو پلاوی قاهره ته لیږل شوی څو د قطر او مصر په ګډون د منځګړو سره د اسراییل او فلسطین ترمنځ د اوربند په اړه خبرې وکړي.

عامر الریفي، یو فلسطیني کډوال ویلي : "موږ پر مسلمانانو غږ کوو چې پر موږ رحم وکړئ. د دین عالمانو ته غږ کوو چې دلته مسلمانان مړه کیږي، لطفاً زموږ پر رحم وکړئ. موږ زرګونه ځله بې‌ځایه شوي یو او نه پوهیږو چیرته لاړ شو. دلته له هر چا پوښتنه وکړئ، وايي چې نه پوهیږي چیرته لاړ شي. خلک په سړکونو کې پریښودل شوي دي."

  اروپا ټولنې اعلان کړې چې د فلسطین له حکومت سره د مرستې لپاره به د درې کلن ملاتړ کڅوړه چې ارزښت یې ۱.۶ میلیارده یورو دی، ورکړي.

کایا کالاس، د اروپا ټولنې د بهرنیو چارو مسؤلې په دې اړه ویلي: "نن ورځ اروپا د ۱.۶ میلیارده یورو په ارزښت د فلسطین لپاره د یو نوي نویو ملاتړو چې د راتلونکو دوو کلونو لپاره به وي. کمیشنر به نور جزییات وړاندې کړي. اروپا به په اړینو زیربناوو کې پانګونه وکړي، بشري مرستې به ورسوي او د پناه غوښتونکو ملاتړ به وکړي."

محمد مصطفی، د فلسطین لومړی وزیر ویلي دي: "موږ دلته راغلي یو چې؛ نه یوازې د سولې او اصلاحاتو سره زموږ ژمنتیا تایید کړو، د اروپا ټولنې د بیا رغونې پروګرام ته وده ورکړو او د سولې په لور ګډه لار رامنځته کړو."

د فرانسې ولسمشر هم ویلي چې هيله لري چې د فرانسې د ممکنه پرېکړې لپاره چې فلسطین رسمياً پېژني، نور هېوادونه هم وهڅوي چې ورته ګامونه پورته کړي.

  اروپا ټولنې بیا اعلان کړې چې د فلسطین له حکومت سره د مرستې لپاره به د درې کلن ملاتړ کڅوړه چې ارزښت یې ۱.۶ میلیارده یورو دی، ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه