چین نن (دوشنبه) د امریکا پر وړاندې د تعرفو د ناوړه کارونې تور ولګاوه او نورو هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ چې له امریکا سره د هغو اقتصادي تړونونو له لاسلیکولو ډډه وکړي چې د چین په زیان تمامیږي.
د چین د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې بیجینګ له هر هغه تړون سره چې د چین د ګټو په زیان وي، سخت مخالفت کوي او "په قاطعیت او متقابل" ډول به یې ځواب ووایي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ټینګار کړی چې بیجینګ پر دې پوهیږ چې څه ډول له خپلو ګټو دفاع وکړي او چمتو دی چې له نورو هیوادونو سره خپل پیوستون پیاوړې کړي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ظاهراً د بلومبرګ راپور ته غبرګون ښودلی چې پکې ویل شوي وو، د باخبره سرچینو پر بنسټ، د ټرمپ حکومت غواړي پر هغو هېوادونو فشار راوړي چې د امریکا له خوا د تعرفو کمولو یا معافیت ترلاسه کولو هڅه کوي، څو د دوی سوداګریزې اړیکې له چین سره محدودې کړي.
په دې راپور کې ویل شوي چې دغه فشارونه ممکن د مالي بندیزونو په ډول وي.
واشنګټن له چین د وارداتو تعرفه ۱۴۵ سلنې لوړه کړې چې له امله یې چین د امریکا پر توکو د ۱۲۵ سلنې تعرفه لګولې.
په دې اړه مو اندونه