Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران او امریکا د خبرو درېیم پړاو نن په مسقط کې پيل شو

د ایران د اټومي پروګرام د مهار په موخه د تهران او واشنګټن د نا مستقیمو خبرو درېیم پړاو نن (شنبه) د عمان په پلازمېنه مسقط کې پیل شو. 

رویټرز راپور ورکړی چې تر رسمي خبرو وړاندې، د دواړو هېوادونو کارپوهانو سره کتلي او احتمالي هوکړې ته د رسېدو لپاره یې پر یوې تګلارې کار پیل کړی دي. 

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هیله څرګنده کړې چې له ایران سره به هوکړې ته ورسیږي. 

ټرمپ ویلي: «زه فکر کوم چې له ایران سره به هوکړې ته ورسیږو.» خو د خبرو بې پایلې کېدو په صورت کې یې د پوځي غبرګون خبرداری هم ورکړی دی.

د ایران او امریکا د خبرو دویم پړاو تېره اوونۍ د ایټالیا په روم ښار ترسره شوې چې دواړو خواو رغنده بللې وې. 

په دغه پړاو کې به د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د منځني ختیځ لپاره د ډانلډ ټرمپ له استازي سټیف ویټکوف سره په غیر مستقیمه توګه د عمان په منځګړیتوب خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه