د اسراییل نوې پرېکړه چې غواړي د غزې تړانګه په بشپړه توګه ونیسي، پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د اسراییل د پراخ نظامي حضور دوام په غزه کې د بشري ناورین د پراخېدو او د ولسي وګړو د تلفاتو د زیاتېدو لامل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند مرستیال، فرحان حق په دې تړاو ویلي: «زه ویلی شم چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ژور اندېښمن دی له هغو راپورونو چې ښيي اسراییل غواړي خپل ځمکني عملیات پراخ او نظامي حضور یې په غزه کې اوږد کړي. دا اقدام به له شکه پرته د ګڼو ولسي وګړو د وژل کېدو او د غزې د لا زیاتې ویجاړۍ لامل شي.»
دغه پرېکړه د اسراییل دننه هم له اعتراضونو سره مخ شوې او یو شمېر اسراييلي وګړو د دې هېواد د پارلمان مخې ته لاریون کړی دی.
لاریون کوونکو د بنیامین نتانیاهو پر ضد شعارونه ورکړي او په غزه کې د بند پاتې اسراييلو د خلاصون لپاره یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.
یوې معترضې اسراییلۍ، میري وُلف ویلي: «هیڅ دلیل نه شته چې دا جګړه دوام وکړي. هغه څه چې موږ په تېر یو نیم کال کې ترسره کړل او بریالي نه شو، اوس هم نشو کولی. دوی یوازې غواړي غزه تر خپلې ولکې لاندې وساتي او هلته نوي ښارګوټي جوړ کړي.»
بلې معترضې، هیلا شاخام، ویلي: «موږ دلته راغلي یو چې د حکومت پر ضد اعتراض وکړو او د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړو؛ جګړه چې زما په نظر نوره جګړه نه ده، بلکې نسلوژنه ده. موږ پوهېږو چې نتنیاهو نه غواړي اسراییل بېرته راستانه شي، ځکه غواړي تل په واک کې پاتې شي.»
هغه طرحه چې د اسراییل له خوا تصویب شوې، همداراز د سلګونو زرو فلسطینیانو د غزې سویلي برخې ته د لېږد خبره هم پکې شامله ده؛ هغه اقدام چې د فلسطینیانو د جبري بېځایه کېدو سبب کېدای شي.
د دغې طرحې بشپړ جزییات تر اوسه رسمي نه دي خپاره شوي او د عملي کولو دقیق مهالویش یې هم نه دی څرګند.
په دې اړه مو اندونه