هند او پاکستان د خپلمنځي ترینګلتیاو په درېیمه ورځ (جمعه) هم یو بل تورنوي چې د ډرون الوتکو او درنو وسلو په وسیله د یو او بل پر خاورو بریدونه کوي.
د رویټرز د راپور لمخې، دا تېرو دېرشو کلونو کې د دغو دوو اسیایي اټومي هېوادونو تر ټولو ناوړه جګړه بلل کیږي.
د اسلام اباد او نوې ډیلي ترینګلتیاوې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو تر برید وروسته پیل شوې.
که څه هم اسلام اباد دغه برید کې د پاکستان ښکیلتیا رد کړې وه خو نوې ډیلي د دغه برید په غبرګون کې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر پر مظفر اباد سیمې هوایي بریدونه وکړل او د دواړو خواو ترمنځ تر اوسه هم وخت نا وخته نښتې کیږي.
تر دې مهاله دغو نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.
دواړو هېوادونو کې د دغو ترینګلتیاو له امله ګڼو خلکو خپل کورونه پریېښي او ډېری ښارونو کې برښنا پرې شوې ده.
د هند - پاکستان ترینګلتیاو د ژوند د نورو چارو سربېره، پر ورزش هم پراخ اغېز وکړه، چې له امله یې د پاکستان غوره لیګ پاتې سیالۍ به په متحده عربي اماراتو کې دوام ومومي.
د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، د لوبو تازه مهال وېش په وروسته خپور کړي.
له دې سره سم، سرچینو رویټرز ته ویلي چې د هند غوره لیګ (ای پي ال) سیالیو روان بهیر هم د دغه هېواد د کرېکټ بورډ له لوري و ځنډول شو.
تر دې وړاندې ځینو هندي رسنیو راپور ورکړی و چې د هند کرېکټ بورډ به نن (جمعه) د ای پي ال په اړه پرېکړه وکړي.
په دې اړه مو اندونه