Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فلېچر: غزې ته د مرستو رسولو لپاره د اسراییل طرحه د حل لار نه‌ده

د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال تام فلېچر، د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د اسراییلو له‌خوا د غزې لپاره د بشري مرستو د وېش طرحه یوه ننداریزه او غولونکې هڅه ده، چې د فلسطینیانو د ځورونې او بې‌ځایه‌کېدو د دوام لپاره پلمه بلل کېږي.

نوموړي په دې غونډه کې خبرداری ورکړ، چې د مارچ له دویمې راهیسې تر اوسه غزې ته هېڅ مرسته نه‌ده رسېدلې.

د فلېچر په وینا، د غزې شاوخوا یوه‌څلورمه برخه نفوس د قحطۍ له ګواښ سره مخ دی، او له نیم مېلیون څخه زیات خلک د لوږې له امله د مړینې له جدي خطر سره مخامخ دي.

د بشري چارو او بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي:«هغو کسانو ته چې لا هم ځان ناپوهه اچوي، باید ووایم، د مرستو د وېش لپاره د اسراییلو وړاندیز شوې طرحه د حل‌لار نه‌ده. دا طرحه ګڼ خلک، لکه معلولان، ښځې، ماشومان، ډېر عمر لرونکي کسان او ټپیان له پامه غورځوي. دا نه یوازې د لا ډېر بې‌ځایه‌کېدو لامل ګرځي؛ بلکې زرګونه کسان له خطر سره مخ کوي، په فلسطین او په ټوله نړۍ کې د مرستو د وېش لپاره یوه نه‌منل کېدونکې بېلګه رامنځته کوي.»

په همدې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د سفیر مرستیال له خیریه بنسټونو غوښتي، چې له دې طرحې سره همکاري وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیال ډوروټي شیا وویل:«د غزې د بشرپاله بنسټ پروګرام د دې امکان رامنځته کوي. د متحده ایالاتو د دولت لوړپوړي چارواکي اسراییلو ته لېږلي، څو د دې طرحې پر جزییاتو کار وکړي. کېدای شي ځینې بشرپاله بنسټونه په دې بحثونو کې ګډون ونه‌کړي؛ خو نور بیا یو جوړوونکی مسیر غوره کړی، او ډېر ژر به د مرستو رسونه بهیر پیل کړي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ګڼو غړو د دې طرحې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د برېټانیا، فرانسې، سلوانیا، یونان او ډنمارک له خوا په ګډې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي د مرستې رسونې هر ډول میکانیزم باید د بشردوستانه اصولو، بې‌طرفۍ، خپلواکۍ او غرض‌نه‌لرلو پر بنسټ ولاړ وي، او دا میکانیزمونه باید د سیاسي یا نظامي اهدافو د پرمختګ وسیله نه‌شي.»

په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا استازې باربارا ووډوارډ، ویلي:«د اسراییلو دولت ته دوه روښانه پیغامونه لرو: ژر تر ژره دې د غزې د مرستو کلابندي پای ته ورسوي او اجازه دې ورکړي، چې ملګري ملتونه او مرستندویان د انسانانو ژوند وژغوري. د مرستو هر ډول وېش باید خپلواک، بې‌طرفه او د نړۍوالو بشري قوانینو مطابق وي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اسراییل ادعا کوي، حماس بشري مرستې غلا کوي؛ خو حماس دا ادعا رد کړې ده. اسراییل لا هم د بشري مرستو پر خوشي کولو شرط ایښی، چې ټول پاتې اسراییلي بنديان دې ازاد کړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه