Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

منځني ختیځ ته د ټرمپ سفر؛ بوینګ د خپل تاریخ سترې هوکړې وکړې

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ متحده عربي اماراتو ته په سفر کې له دغه هېواد سره د ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د هوکړو خبر ورکړی دی. 

د رویټرز د راپور لمخې، د دې هوکړو تر ټولو ستره هغه یې د ۱۴.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د متحده عربي اماراتو د اتحاد ایرویز له هوایي شرکت سره د امریکایي بوینګ او جي اي ایروسپیس شرکتونو هوکړه ده. 

اتحاد ایرویز ویلي، د دې هوکړې لمخې به امریکا له بوینګ شرکت ۲۸ سترې الوتکې وپېري چې د جي اي شرکت ماشینونه به ولري.

دغه نوې الوتکې به ۲۰۲۸ کال کې د اتحاد ایرویز لپاره الوتنې پیل کړي. 

سپینې ماڼۍ ویلي، دغه هوکړې به د امریکا او متحده عربي اماراتو ترمنځ د هوایي چلن همکارۍ پراخې او د امریکا د هوایي شرکتونو اړوند صادرات به پیاوړي کړي. 

اتحاد هوایي شرکت دا مهال ۱۰۰ الوتکې لري خو اجرایوي رییس یې وایي، هوډ لري چې تر ۲۰۳۰ زېږیز کاله دغه شمېر ۱۷۰ ته لوړ کړي. 

امریکایي بوینګ شرکت تر دې وړاندې د قطر ایرویز له هوایي شرکت سره هم د ۱۶۰ جېټ الوتکو د پلور تړون لاسلیک کړ. 

دغه تړون هم د قطر د امیر او ډانلډ ټرمپ په حضور کې لاسلیک شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه