Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسراییل تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۱۵۰ فلسطینیان وژلي دي

د غزې روغتیا وزارت وایي، پر دغه تړانګه د اسرییلي ځواکونو په بریدونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي. 

سیمه ییزو سرچینو هم د عامو خلکو پر استوګنځایونو د اسرییل بریدونه تایید کړي دي. 

یوه فلسطینۍ بې ځایه شوې، ام فیرس المنسي وایي: «زه له خپلو ماشومانو سره ویده وم، ناڅاپه توغندی دلته ولګېد. ماشومان له خپلو ځایونو پورته شول، ځینې یوه خوا، ځینې بل خوا ولوېدل. زه پسې روانه شوم، چیغې مې و وهلې او غوښتل مې دوی پيدا کړم. ټول مې راټول کړل او دلته کېناستو. دلته یو شهید و، بدن یې ټوټې ټوټې شوی و.»

د اسراییلو پوځ ویلي، د حماس پر وړاندې یې ځکه دغه پراخ عملیات پیل کړي چې پاتې اسراییلي بندیان ازاد او پر حماس فشار زیات کړي. 

اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې خلکو ته د تخلیې امرونه کړي او زرګونه خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. 

د غزې اوسېدونکی، عماد ناصر و ویل: «شپه ډېره وېرونکې وه، ډېر خلک و وژل شول او ډېر ټپیان شول. دا یو وحشي پوځ دی، اسراییلي له خدایه وېره نه لري. هغوی زموږ سره د انسان په څېر سلوک نه کوي.»

ورته مهال د قطر او مصر چارواکو ویلي، تېره ورځ یې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د غیر مستقیمو خبرو نوی پړاو پیل کړی دی.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم خپل مرکچي پلاوي ته چې دا مهال دوحه کی دی امر کړی چې له حماس سره د غیر مستقیمو خبرو لپاره هلته پاتې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه