Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ژوند د تکامل راز؛ د پخوانیو انسانانو د لاسونو ساینسي څېړنه څه وايي؟

نوې علمي څېړنه ښيي چې د انسان پخوانيو نیکونو به له خپلو لاسونو هم د ونو د ختلو او هم د وسایلو د جوړولو لپاره کار اخیسته.

ساینسپوهانو د Australopithecus sediba  او Homo naledi  نومې دوو پخوانیو انساني نوعو د ګوتو د هډوکو ضخامت د تري ډي  سکین له لارې څېړلی چې ښيي دوی شاوخوا دوه میلیونه او درې سوه زره کاله پخوا ژوند درلود.

څېړنو ښودلې چې دا انسانان پر دوو پښو ګرځېدل، خو لا هم یې له ونو ختلو، نیولو او ځړیدو لپاره له خپلو لاسونو کار اخیسته.

ښايي دا کار یې د خوړو راټولولو یا له ځناورو د ځان ساتنې لپاره کاوه.

څېړونکي وايي، د لاس د هډوکو بڼه دا ښيي چې د انسانانو د لاسونو کارونه یو خطي تکامل نه دی (له بیزوګانو نه تر انسانانو پورې)، بلکې یو ګډوډ او څو اړخیز بهیر و چې هم‌مهاله یې د ونو ختلو او وسایلو کارونې توان درلود.

دغه څېړنه په Science Advances ژورنال کې خپره شوې چې د امریکې د طبیعي تاریخ موزیم، سمیته‌سونیان انسټیټوټ او نورو بنسټونو پوهان یې برخه وال دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه