په داسې حال کې چې پر اسراییل، غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوي پر سر، نړۍوال فشارونه زیات شوي، د اسراییل لومړي وزیر اعلان کړی چې د غزې په تړانګه کې د لوږې د بحراني حالت د مخنیوي په موخه، دوی غزې ته د محدودو بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړې ده.
که څه هم د دغه بهیر د پیل کره وخت روښانه نه دی خو نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د مرستو لېږد به ژر پیل شي او وېش به یې د غزې په سیمه کې میشتو نړۍوالو بنسټونو لهلوري وي.
سقر جمالي، یو بېکوره فلسطینی، وايي: «هغه کړاو چې موږ یې نن تجربه کوو، نه نړۍ لیدلی او نه هم عربانو. ولې خلکو موږ یوازې پرېښودو؟»
یوسف مادي، یو فلسطینی چې په ایټالیا کې اوسیږي، وايي: «زه د ایټالیا او اروپايي پارلمان له پلاوي سره د غزې د وروڼو د ملاتړ لپاره دلته راغلی یم. موږ نړۍ ته دا پیغام ورکوو: باید د غزې د ماشومانو د ژغورلو لپاره هر اړین اقدام وشي.»
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه د غزې انساني وضعیت په وروستیو ورځو کې سخت بللی دی.
په دې اړه مو اندونه