د کولمبیا پوهنتون محصل او فلسطین پلوي فعال، محمود خلیل چې د امریکا د کډوالۍ ادارې له لوري په مارچ میاشت کې نیول شوی و، د پنجشنبې په ورځ له خپل یوه میاشتني زوی سره لومړی ځل ولیدل.
رویټرز خبري اژانس ته د دغې خبرې تایید د خلیل وکیلانو کړی دی.
تر دې دمه د قاضي له لوري له امریکا د هغه د ایستلو پرېکړه نه ده شوې خو تر دې مخکې ویل شوي و چې هغه به د فلسطین پلوو لاریونونو له امله له دغه هېواده و ایستل شي.
هغه د پنجشنبې پر ورځ محکمه کې له خپلې مېرمنې، ډاکټر نور عبدالله او زوی دین سره ولیدل چې دا لیدنه د یوې قاضی له پرېکړې وروسته ممکنه شوې ده.
د هغه یوې وکیلې، ایمي ګریر، خبریالانو ته وویل: "محمود وکولای شول خپل زوی و ویني، غېږ کې یې ونیسي، له خپلې مېرمنې سره خبرې وکړي او هغې ته غېږ ورکړي."
خلیل، چې د کولمبیا پوهنتون د محصلینو د هغه غورځنګ له مشرانو دی چې د اسراییل د نظامي بریدونو په اړه یې غږ پورته کړی، د امریکا د حکومت پر ضد د روانې لانجې یوه مهمه څېره ګرځېدلې ده.
د ټرمپ ادارې ویلي چې د خلیل حضور ښایي د امریکا بهرني سیاست ته زیان ورسوي خو خلیل ادعا کوي چې د امریکا د بیان د ازادۍ د ځپنې قرباني شوی دی.
د خلیل یو میاشتنی زوی، دین، هغه مهال نړۍ ته راغی چې خلیل په بند کې و او د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغه د اقامت کارټ (ګرین کارټ) هم باطل کړ.
په دې اړه مو اندونه