د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره ورځ (جمعه) د یوه فرمان په صادرولو سره پر سوریې لګېدلي بندیزونه له منځه یوړل.
د امریکا د خزانې وزارت هم یو عمومي جواز (General License 25) صادر کړی چې لمخې یې د سوریې له لنډ مهالي حکومت، د دغه هېواد له مرکزي بانک او دولتي شرکتونو سره معاملې قانوني حالت ته ځي.
تر دې وروسته امریکايي پانګوال کولای شي سوریه کې پانګونې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم سوریې ته یو ۱۸۰ ورځنی معافیت صادر کړی، څو ډاډ ترلاسه شي چې بندیزونه د پانګونې خنډ نه ګرځي. دغه معافیت کولی شي د برښنا، انرژۍ، اوبو او بشري مرستو د برابرولو زمینه برابره کړي.
روبیو ویلي: «ننني ګامونه د ولسمشر د لیدلوري لومړی ګام دی چې غواړي د سوریې او امریکا ترمنځ نوې اړیکې رامنځته شي.»
نوموړي زیاته کړې چې ټرمپ تمه لري د بندیزونو له منځه وړل باید د سوریې حکومت له عملي ګامونو سره مل وي.
دا هم باید وویل شي چې ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ د عربي هېوادونو د سفر پر مهال د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو اعلان کړی و.
ټرمپ تېره اوونۍ د سوریې د لنډمهالي حکومت له ولسمشر سره تر کتنې وروسته له دغه هېواده غوښتي و چې د بندیزونو له منځه وړلو په بدل کې د واشنګټن ځینې شرایط هم ومني.
په دې اړه مو اندونه