Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فلسطیني چارواکی: حماس د غزې‌اوربند وړاندیز منلی خو اسراییل یې ردوي

یوه فلسطیني چارواکي د دوشنبې په ورځ ویلي، حماس د امریکا د ځانګړي استازي سټیف وېټکوف د غزې د اوربند وړاندیز منلی خو یوه اسراییلي چارواکي رد کړې او نشي کولای چې عملي یې کړي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یو فلسطینی چارواکی چې له حماس سره نږدې اړیکه لري، رویټرز ته ویلي، دا وړاندیز چې له منځګړو له لارې حماس ته رسېدلی، پر بنسټ یې لس تنه اسراییلي بندیان خوشې کېږي او ۷۰ ورځنی اوربند ټینګېږي.

دغه سرچینه وایي: «وړاندیز دا هم لري چې لس اسراییلي بندیان به د دوو ډلو په بڼه خوشې شي او په بدل کې به یې ۷۰ ورځنی اوربند وشي او د غزې له یوې برخې به محدود شاتګ ترسره شي.»

په دغه وړاندیز کې دا هم شامل دي چې اسراییل به یو شمېر فلسطیني بندیان خوشې کړي چې پکې سلګونه هغه کسان شامل دي چې په اوږد بند محکوم شوي دي.

د روان زیږیز کال د مارچ په ۱۸مه، اسراییل د جنورۍ د اوربند هوکړه په عملي بڼه پایته ورسوله او خپل پوځي عملیات یې په غزه کې بیا پیل کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه