Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه کې د پلونو د ویجاړېدو له امله اووه تنه مړه شوي

اوکراین سره په پوله کې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې د دوو پلونو د ویجاړېدو له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي او ۶۹ نور ژوبل دي. 

رویټرز راپور ورکړی چې دغه پلونه د وسپنې له پټلۍ د رېل ګاډي وتلو له امله ویجاړ شوي دي.

مسوولینو ویلي، چې ۴۷ کسان روغتون ته لېږدول شوي او په ژوبل شویو کې درې ماشومان هم شامل دي چې د یوه وضعیت نازک ښودل شوی دی. 

په کورسک سیمه کې بیا پل هغه مهال ویجاړ شوی چې رېل ګاډی پرې د تېرېدو په حال کې و.

دغو سیمو کې تر دې وړاندې هم اوکراین بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه