Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دویم پړاو خبرې اترې؛ روسیې اوکراین ته د اوربند شرطونه وړاندې کړل

د اوکراین د سولې د دویم پړاو مذاکراتو پر مهال چې په استانبول ښار کې ترسره شول، د روسیې پلاوي اوکراین ته د بشپړ اوربند لپاره یو یاددښت ورکړی دی.

په دغه یاددښت کې په ځینو سیمو کې د لنډمهاله اوربند او له هغو سیمو د اوکرایني ځواکونو د شاتګ غوښتنه شوې چې روسیه یې ادعا لري.

روسیې ویلي، باید په ځینو سیمو کې د دوه تر درېو ورځو پورې لنډمهاله اوربند وشي څو د بشري مرستو او نورو خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.

د روسیې د پلاوي مشر، ولادیمیر مډینسکي، په دې اړه ویلي: «موږ ترکیې ته یو یاددښت سپارلی چې دوه برخې لري: لومړۍ دا چې څنګه یوې رښتینې او اوږدمهاله سولې ته ورسېږو او دویم دا چې د یوه پراخ اوربند د تحقق لپاره کوم ګامونه مهم دي. ان په دویمه برخه کې بېلابېل انتخابونه هم وړاندې شوي دي. دا سند زموږ له خوا په کره توګه برابر شوی او اوکرایني لوري د مطالعې لپاره منلی دی.»

له دې سره هممهاله، د اوکراین ولسمشر د خپل هېواد د غوښتنو په اړه ویلي چې کییف له روسیې د ۴۰۰ اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې خو مسکو یوازې د ۱۰ ماشومانو د ستنولو سره هوکړه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي، ویلي: «موږ روسانو ته د نږدې ۴۰۰ ماشومانو نوملړ وسپاره، خو هغوی وویل چې یوازې د لسو ماشومانو د بېرته راوستلو لپاره به کار کوي. دا د دوی انساني دریځ دی.»

د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو لمخې، مسکو په یوه وړاندیز شوې طرحه کې غوښتنه کړې چې اوکراین دې د ناټو د غړیتوب له هڅو لاس واخلي. همداراز، په دغه طرحه کې ویل شوي چې اوکرایني ځواکونه باید له هغو سیمو شاته شي چې روسیه یې خپله سیمه ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه