Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا کې د ټرمپ د کډوالۍ تګلارو پر وړاندې د لاریونونو دوام

امریکا کې د دغه هېواد د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کډوالۍ د تګلارو پر وړاندې لاریونونه پراخ شوي او یوازې تېره شپه (پنجشنبه) په ۱۲ ښارونو کې خلک سړکونو ته راوتلي وو.

لاریون کوونکو د کډوالو نیولو او د فډرال ځواکونو پراخ حضور ته غبرګون وښود. دوی ویلي چې فډرال ځواکونه له کډوالو سره ناسم چلن کوي، له کورنیو یې جلا کوي او خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.

د امریکا په لاس انجلس کې یوه لاریون کوونکي و ویل: «موږ ځکه راوتلي یو چې د کډوالۍ تګلارې کورنۍ له منځه وړي او موږ یې نه منو. دوی زموږ پر ټولنو برید کوي، پر هغو کسانو برید کوي چې دلته راغلي، سخت کار کوي څو خپل ځان او کورنۍ لپاره ښه ژوند جوړ کړي.»

په ورته مهال، د لاس‌ انجلس ښاروال د فډرال پوځي ځواکونو پر ګومارنې اندېښنه ښودلې او ویلي یي دي چې غواړي په دې اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي.

د لاس‌ انجلس ښاروالې، کارن بس ویلي: «زه غواړم له ولسمشر سره خبرې وکړم او په دې یې پوه کړم چې دلته څه روان دي.»

د کالیفورنیا ایالت د پارامونټ ښاروالې، پګي لمونز هم د خپل ښار د وضعیت په تړاو و ویل: «خلک له وېرې له کورونو نه وځي. هغه ځایونه چې پخوا د خوښۍ او لیدنو ځایونه وو، لکه زموږ سیمه ییز بازار، اوس د وېرې له امله خالي شوي دي. ځینې خلک کار ته نه ځي، ځکه له مرګه وېریږي.»

د امریکا ولسمشر تازه لاس انجلس ته د ۷۰۰ سمندي تېرو او ۴ زرو ملي ګارد سرتېرو د استولو اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه