Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ایران د اسراييل برید؛ د منځني ختیځ د کړکېچ نوې څپه

وروسته له هغې چې د جمعې (د غبرګولي ۲۳مه) په سهار اسراييل د ایران پر څو ځایونو بریدونه وکړل، د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیاوې بیا راپورته شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د اسراييلي چارواکو له قوله ویلي، ایران په څو وروستیو ساعتونو کې پر اسراييل تر ۱۰۰ د زیاتو ډرونونو بریدونه کړي دي.

خو راپور د ډرون له امله په اسراييل کې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د اسراييل ټول دفاعي سیسټمونه فعال دي.

اخوا اسراييل وايي، په تازه بریدونو کې یې د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي خو ایرانی لوری وايي، په دغو بریدونو کې استوګنېزې سیمې او اپارتمانونه په نښه شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو لمخې، د ایران د سپاه پاسداران د قومندان، حسین سلامي او یو شمېر نورو اټومي متخصصینو د وژل کېدو ترڅنګ په دغو بریدونو کې ۵۰ ملکیان هم ټپیان دي چې شاوخوا ۳۰ یې ښځې ماشومان دي.

خو تر اوسه د ایران حکومت د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړي.

اخوا د ایراني مذهبي مشر، خامنه يي بیا په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی چې اسراييل به د دغو بریدونو په ځواب کې له سختو مجازاتو سره مخ شي.

د دې ترڅنګ ایران هم د دویمې خبرتیا پورې د ټولو الوتنو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه