Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مکرون: د فلسطین په تړاو د امنیت شورا غونډه په لنډ مهالې توګه ځنډول شوې

د اسراییل او فلسطین ترمنځ د دوو دولتونو د حل لارې په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه پر ایران د اسراییل د برید له امله و ځنډول شوه.

د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون دغه خبر تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې دا لنډ مهالې پرېکړه ده او غونډه به راتلونکو ورځو کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د سعودي عربستان همغږۍ جوړه شي.

ټاکل شوې وه چې دغه غونډه د امریکا په نیویارک کې د روانې جون میاشتې له ۱۷مې تر ۲۰ ترسره شي.

ایمانول مکرون ویلي: «د دوو دولتونو د حل لارې لپاره د سولې کنفرانس چې ټاکل شوې وه نیویارک کې جوړ شي، د امنیتي مسایلو او د فلسطیني مشرانو د نه ګډون له امله وځنډېده خو دا غونډه به ژر ترسره شي. دا ځنډ هېڅ کله زموږ د فلسطین د دولت د پېژندلو هوډ نه کمزوری کوي. دا د فرانسې یوه خپلواکه او پرېکنده پرېکړه ده.»

مکرون دغه راز سیمه کې د وروستیو بدلونونو په غبرګون کې ویلي چې اوسنی وضعیت باید اسراییل اړ کړي چې اوربند ومني، بندیان خوشې کړي او سیاسي خبرو ته کیني.

نوموړي زیاته کړې: «اوسني بدلونونه باید اسراییل دې ته اړ کړي چې اوربند ته غاړه کېږدي، بندیان خوشې کړي او سیاسي خبرو ته را وګرځي. نن د ایران له لوري ګواښ بیا لومړیتوب دی او د اسراییل او سیمې امنیت له ګواښ سره مخ دی. له همدې امله، اوس د سمې پریکړې وخت دی او موږ به له امریکا، قطر، مصر او نورو منځګړو هېوادونو سره همکاري وکړو.»

مکرون تر دې وړاندې ویلي و چې ښایي فرانسه د امنیت شورا په دغه غونډه کې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه وپېژني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه